ایراني چارواکو یو افغان او اوه نور کسان اعدام کړي

ارشیف

ایراني چارواکو پرون یو افغان او اوه نور کسان اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو د څار یوه سازمان هنګو خبر ورکړی یو افغان او دری نور بندیان د مخدره موادو سره تړلیو جرمونو په تور په قزلحصار زندان کې اعدام شوي دي.

د افغان اعدام شوي بندي هویت لا نه دی څرګند.

د هنګو سازمان په خبره څلور نور کسان چې یوه ښځه هم په‌کې شامله ده د شیراز په عادل آباد زندان کې اعدام شوي دي.

ایران کې شاوخوا اوه زره افغانان په بېلابېلو جرمونو بند ته اچول شوي، خو معلومه نه ده چې څومره کسان له دې ډله په اعدام محکوم شوي.

د راپورونو له مخې ایران کې سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۴ افغانان اعدام شوي چې اکثر یې د مخدره موادو اړوند جرمونو باندې محکوم وو.

ایران باندې تل د بشري حقونو د سازمانونو نیوکې چې محکومین مدافع وکیل ته له اړین لاسرسي پرته اعداموي.