د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د ده د بندي کېدو په اړه خپرې شوې اوازې دروغ دي.
دی وایي، دا اوازه د کوم یوټیوب چینل له لوري په نامعلوم دلیل خپره شوې وه چې تر هغه وروسته ځینو رسنیو او د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني یې هم په اړه په خپله ایکسپاڼه اندېښنه څرګنده کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې نن یکشنبه د بشردوست په ګډون په تخار ولایت کې د تېر جمهوري حکومت د ولایتي شورا مشر روحالله رووف یوبل او د پروډیسر، ویاند، پروډیوسر، سینمایي فعال او لیکوال سید رحیم سعیدي او په کندهار کې د ازاد خبریال محمد یار مجروح د نیول کېدو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.
خو د سعیدي او مجروح خپلوانو ازادي راډیو سره خبرو کې د طالبانو د حکومت له لوري د دوی نیول کېدل تایید کړي دي.
د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همراز د دغو دوو کسانو د خپلو د ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.