د کییف ښاروال: ولودیمیر زیلینسکي له یو سخت سیاسي انتخاب سره مخامخ دی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د کییف ښاروال وايي، داسې مهال چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات راروان دي ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له یو سخت سیاسي انتخاب سره مخامخ دی.

ویټالي کلیچکو له ایټالوۍ ورځپاڼې کوریر دېلا سېرا سره په مرکه کې پوښتنه کړې اوس باید معلومه شي چې آیا اوکراین به له نورو مړینو او ویجاړیو سره د روسیې پر ضد جګړې ته دوام ورکوي او که به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ارضي تمامیت په مسئله کې سازش کوي؟

کلیچکو زیاتوي زیلینسکي چې هر ګام پورته کړي، په هر صورت به خپل سیاسي ژوند ته د پای ټکی ږدي.

د کلیچکو په وینا، دا احتمال شته چې زیلینسکي د دې ستونزې د حل لپاره عمومي ټولپوښتنه وکړي.

کلیچکو په دې مرکې کې دا یادونه هم کړې چې په دې اړه پرېکړه له مشروعیت پرته نه شې کېدلای.