جنوبي کوریا د شمالي کوریا پر ضد تبلیغاتي خپرونې زیاتې کړي

ارشیف

وروسته له دې چې شمالي کوریا د جنوبي کوریا خاورې ته د بالونونو په وسیله نور کثافات ولېږل سیول نن اعلان وکړ چې په ګډ سرحد کې یې د پیونګ‌یانګ پر ضد تبلیغاتي خپرونې زیاتې کړې دي.

د جنوبي کوریا د پوځ ستر درستیز په یوه بیان کې وویل چې نن سهار یوځل بیا د شمالي کوریا بالونونه له سرحد څخه تر اوښتو وروسته د پلازمېنې سیول په شمالي برخه کې ښکاره شول.

بیان زیاتوي چې له دې سره د جنوبي کوریا پوځ هم له شمالي کوریا سره د ۲۴۸ کیلومتره ګډې پولې په اوږدو کې د لوډسپیکرونو په وسیله په تبلیغاتي خپرونو سره ځواب ووایه.

د سړې جګړې په څېر دې رواني جګړې داسې مهال زور اخیستی دی چې د کوریا په ټاپووزمه کې د شمال او جنوب ترمنځ اړیکي له اوږدو کلونو راهیسې ترینګلي دي.

په دې ترڅ کې دواړه د یوبل پر ضد د سختو اقداماتو ګواښونه کوي او یوبل ته د هغو د ناوړه عواقبو خبرداري ورکوي.