حدیده کې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو د اسراییلو بریدونه؛ درې کسان وژل شوي

د حدیدې بندر یوه څنډه

د اسراییلو جنګي جېټ الوتکو پرون د یمن په حدیده بندر کې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

د رویټر خبري اژانس د خبر له مخې په دې بریدونو کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او ۸۷ تنه نور ټپیان دي.

د ایران تر ملاتړ لاندې د حوثي یاغيانو اړوند المسیره تلوېزیون د روغتیا وزارت د سرچینو له قوله خبر ورکړی چې ډېری ټپیان سخت سوځېدلي دي.

د اسراییلو په بمباریو کې د یمن د تېلو او برښنا تاسیسات په نښه شوي دي.

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي چې حوثي یاغیانو د دې بندر له لارې له ایران څخه وسلې ترلاسه کولې.

د اسراییلو له دې حملې یوه ورځ مخکې حوثي یاغیانو د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په تل‌ابیب کې د اسراییلو پر اقتصادي مرکز حمله کړې وه.