پر حدیده بندر د اسراییلو بریدونه؛ نتنیاهو: د دې بندر له لارې حوثیانو ته له ایرانه وسلي راځي

د حدیدې بندر یوه څنډه

عربي سرچینو د یمن په لوېدیځ کې په حدیده بندر او د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې د هوايي بریدونو خبر ورکړ او د اسراییل پوځ د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د اسراییل پوځ پرون شنبې اعلان وکړ چې د دغه هېواد د هوايي ځواک جنګي الوتکو د یمن په حدیده بندر کې د حوثیانو پر پوځي هدفونو بریدونه کړي دي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې د دې بندر له لارې، چې اسراییلي جنګي الوتکو په نښه کړ، حوثیانو ته له ایران څخه وسلې راځي.

ده زیاته کړه چې دا برید د اسراییل دښمنانو ته دا ورپه ګوته کوي چې اسراییل هر ځای ویشتلی شي.

د یمن حدیده بندر د اسراییل له پولې شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره لیرې دی.

د اسراییل د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا برید پر اسراییل په تېرو میاشتو کې د سلګونو یرغلونو په ځواب کې شوی دی.

د حوثیانو تر کنټرول لاندې د یمن د روغتیا وزارت وايي چې په دې بریدونو کې لږترلږه ۸۰ تنه ټپیان شوي او ۳ هم وژل شوي دي.