د ترکیې ساحلي ساتونکو ۹۹ پناه غوښتونکي نیولي

د ترکیې یوه ساحلي سیمه

د ترکیې خبري اژانسونو پرون شنبې خبر ورکړ چې د دغه هېواد ساحلي ساتونکو ۹۹ پناه غوښتونکي نیولي دي.

د ترکیې ساحلي ګارد دا کسان، غیرقانوني کډوال بللي او وايي چې هغوی یې د دیدیم سیمې د مهاجرت ادارې ته سپارلي دي.

د ترکیې د خبري اژانسونو د راپور له مخې، د ترکیې ساحل ساتونکو د دغو پناه غوښتونکو د قاچاق په تور دوه تنه نیولي دي.

په خبر کې نه دي ویل شوي چې پناه غوښتونکي د کوم هېواد اتباع وو، خو ترکیې ته ډېری افغانان، عراقیان او سوریايي په قاچاقي لارو ځي څو له دغه هېواده ځان اروپا ته ورسوي.