د افغانستان په اتو ولایتونو کې د باران ورېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

په لغمان کې د وروستیو سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

نن د افغانستان د ختیځ په شمول چې تېره اوونۍ سېلابونو ځپلي، په اتو ولایتونو کې د بارانونو او د سېلابونو د بهېدو امکانات شته.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، همداراز په بدخشان، لوګر، پکتیا او خوست کې د بارانونو او ورسره د سېلابونو د بهېدو اټکل کېږي.

د خبرپاڼې له مخې د افغانستان په یو شمېر شمالي، مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې د سختو بادونو اټکل شوی چې سرعت به یې په ساعت کې له پنځوسو تر نوي کیلومترو پورې وي.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې چې د تېرې اوونۍ په پای کې خپور شو په ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان کې وروستیو سېلابونو او توپان تر ۴۰ ډېر کسان ووژل او له۳۴۰ ډېر کسان یې ټپيان کړل.