د اسیا د شل اورونو د کرکټ د ښځینه لوبغاړو د اتلولۍ په ترڅ کې به نن د دې لوبو تېر اتل، هند له متحد عربي اماراتو او پاکستان له نیپال سره مخامخ شي.
دا لوبې د جمعې په ورځ د جولای په ۱۹مه په سریلانکا کې پیل شوې چې د جولای په ۲۸مه به یې پایلوبه وي.
د اسیا د ښځینه کرکټ په دې اتلولۍ کې د کوربه هېواد تر څنګ د هند، بنګلهدېش، پاکستان، تایلینډ، سریلانکا، متحد عربي اماراتو، نیپال او مالیزیا ملي لوبډلو برخه اخیستې ده.