اسراییلي الوتکو د یمن پر حدیده بندر بمباري کړې

د یمن حوثي جنګیالي

اسراییلي الوتکو پرون د یمن پر حدیده بندر بمباري وکړه.

دا بمباري یوه ورځ وروسته تر دې وشوه چې د یمن حوثیانو په بې پيلوټه الوتکو تل‌ابیب وویشته.

د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د حدیده په بندري ښار کې یې یو شمېر پوځي اهداف وروسته تر دې وویشتل چې په وروستیو میاشتو کې حوثیانو تر ۲۰۰ ډېرې حملې پر اسراییل کړي، خو د جمعې د ورځې په برید کې د لومړي ځل لپاره یو اسراییلی ټپي شو.

د یمن د حوثیانو ویاند محمد عبدالسلام په خپله ایکسپاڼه یا پخوانی ټویټر کې لیکلي چې اسراییلو په حدیده کې سون مواد په نښه کړي دي.

د سږ کال له جنوري راپه دې‌خوا امریکایي او برتانوي ځواکونو هم څو ځله په یمن کې حوثیان وروسته تر دې په نښه کړل چې حوثیانو په سره سمندرګي کې پر تجارتي بېړیو بریدونه وکړل، حوثیان وایي چې په دې ډول پر غزې د اسراییل د برید غچ اخلي.