د طالبانو له لوري د سینما د یوه لوبغاړي د نیولو راپور ورکړل شوی

ارشیف: په کابل کې وسله‌وال طالبان

د سینما د لوبغاړي رحیم سعیدي یو شمېر خپلوان وایي چې سعیدي طالبانو نیولی دی.

دوی ادعا کوي چې سعیدي د تېرې اوونۍ له یکشنبې راهیسې د طالبانو استخباراتو بیولی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي او خپلواکو سرچینو هم دا خبر تر دې دمه نه دی تایید کړی.

سعیدي د افغانستان د سینما د لوبغاړو د ټولنې غړی دی او له یو شمېر تلوېزیونونو سره یې کار کړی دی.