په کابل کې د روسیې سفیر وایي، مسکو ښایي په افغانستان کې نورې کونسلګرۍ پرانېزي.
دیمیتري ژیرنوف دا خبره پرون د روسیې تاس اژانس ته وکړه او زیاته یې کړه چې د اوس لپاره دې ته اړتیا نه شته، خو په راتلونکې کې هېڅ شی څوک ردولی نه شي.
افغانستان او روسیې له ۱۹۱۹م کال راهیسې دیپلوماتیک اړیکې ټینګې کړي او په کابل کې یې سفارت پرانېست، بیا یې یو وخت په مزارشریف کې کونسلګري پرانیسته او د اړتیا له مخې یې څو نورې کونسلګرۍ هم په بېلابېلو ښارونو کې پرانیستې.
د طالبانو حکومت د روسیې په ګډون هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو روسیه له هغو څو ګوتو په شمېرو هېوادونو څخه یو دی چې د ۲۰۲۱م کال له اګست وروسته چې طالبانو کابل ونیو، دوی په افغانستان کې خپل سفارت بند نه کړ او په مسکو کې یې هم د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره.