بيلاروس کې د جرمني يو وګړی په اعدام محکوم شوی

۳۰ کلن کریګر د ۲۰۲۳ کال په نومبرکې نیول شوی

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه تایید کړه چې، د دې هېواد یو وګړی په بیلاروس کې په مرګ محکوم شوی دی.

دې وزارت د محکوم شوي کس نوم نه‌دی په ډاګه کړی خو په مینسک کې مېشتې د ویاسنا په نوم د بشري حقونو ډلې پرون په اعدام د محکوم شوي کس نوم ریکو کریګر Rico Krieger وښود.

دې ډلې ویلي چې ۳۰ کلن کریګر چې د ۲۰۲۳ کال په نومبرکې نیول شوی، د مینسک سیمه‌ییزې محکمې د جون په ۶مه محاکمې ته غوښتی و او د جون په ۲۴مه هم ورته دغه سزا ورکړل شوې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې، برلین د اعدام دغه سزا د مجازاتو یو ظالمانه او غیرانساني بڼه بولي او هغه ترهر ډول شرایطو لاندې غندي.

بیلا روس یوازینی اروپایي هېواد دی چې تر اوسه د اعدام له سزا څخه کار اخلي.