د افغانستان لپاره د روسیې سفیر: د روسيې او افغانستان ترمنځ سوداګري ډېره شوې

د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف

د افغانستان لپاره د روسیې سفیر وایي، د روسیې او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري څو چنده شوې ده.

دیمیتري ژیرنوف Dmitry Zhirnov د روسیې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د تېلو د تولید په برخه کې د مسکو او کابل ترمنځ همکاري له مخکې پیل شوې او هغه مخ په پراخېدو ده.

د راپور له‌مخې نوموړي دا څرګندونې د طالب چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې ویلي یې دي، نیت لري د خوړو د خوندیتوب او د تېلو د تولید په برخه کې له روسیې سره همکارۍ ته پراختیا ورکړي.

په کابل کې د روسیې سفیر وویل، دوه اړخیزه سوداګري اوس څو برابره زیاته شوې او هغه هم تر ډېره په‌دې خاطر چې روسیې افغانستان ته د غنمو، اوړو، غوړیو او د موټرو د تېلو په ګډون د ځینو توکو صادرات زیات کړي دي.

د روسیې سفیرهمدارنګه وویل، د افغانستان کام آیرخصوصي هوایي شرکت لېوالتیا ښودلې چې له کابل څخه مسکو ته مستقیمې الوتنې پیل کړي او زیاته یې کړه چې د اړتیا په صورت کې به روسیه ورسره مرسته وکړي.

د ښاغلي ژیرنوف په وینا روسیه یو له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې، د افغانستان د آریانا هوایي شرکت ته یې اجازه ورکړې چې په اوونۍ کې یو وار د مسکو او کابل ترمنځ الوتنې وکړي.