د خيبرپښتونخوا بنو کې سوداګرو پرلت کړی

بنو کې لاريونوال

د خیبرپښتونخوا په بنو کې د سوداګرۍ خونو او د سوداګرو ټولنې پرلت کړی دی.

دا اعتصاب وروسته له‌دې کېږي چې پرون (جمعه) پر لاریونوالو ډزې وشوې.

د ننني پرلت تنظیموونکي وايي، تر څو چې یې غوښتنې پوره شوي نه وي، پرلت ته دوام ورکوي.

د سوداګرو د اتحادیې مشر ناصرخان بنګښ نن (شنبه) د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې، دوی له عزم استحکام عملیاتو سره د مخالفت ترڅنګ په خپله سیمه کې د امنیت غوښتنه کوي.