د ملګروملتونو د کډوالۍ د نړیوال سازمان وايي، د هیټي په شمالي ساحل کې د کډوالو په کښتۍ کې د اور لګېدو له امله لږترلږه ۴۰ تنه مړه شوي دي.
د دې ادارې په وینا د دې بېړۍ ۴۱ تنه سپرلۍ د هیټي د ساحلي ګارد لهخوا ژغورل شوي دي.
ویل شوي چې، دا کښتۍ د کیپ هایتین له ساحلي ښار څخه ۲۲۰ کیلومتره لېرې د تورکس او کایکاس ټاپوګانو ته روانه وه.
د بریتانیا دا دوه ټاپوګان په کربین سمندرګي کې موقعیت لري.