په نړۍ کې له انټرنټي پرچاوۍ وروسته چارې بېرته په عادي کېدو دي

دا ستونزه د مایکروسافټ په وینډوز سیستم کې د اپډېټ له کبله پېښه شوه.

د پنجشنبې او جمعې په ورځو په کمپیوټري سیستمونو کې له پراخې ګډوډۍ وروسته په نړۍ کې الوتنې او نور خدمات په تدریج د عادي کېدو لور ته روان دي، خو په بریتانیا کې لا هم د الوتکو د الوت په پروګرامونو کې خنډونه شته.

په کمپیوټري او انترنیټي سیستمونو کې د ستونزې د پېښېدو له کبله د الوتنو ترڅنګ د بانکونو، روغتونونو او ګڼو نورو کاروبارونو چارې ټکنۍ شوې.

دا ستونزه د مایکروسافټ په وینډوز سیستم کې د اپډېټ له کبله پېښه شوه.

د مایکروسافټ رييسانو د رامنځته شوي خنډ له کبله بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې، حل‌لار یې موندلې خو وخت ته اړتیا ده.