د طالبانو حکومت: په تېرو درې ورځو کې له ۴زره ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي

يو شمېر راستانه شوي افغان کډوال

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دریو ورځو کې له پاکستان او ایران څخه ۴ زره ۲۳۳ تنه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت نن (شنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د دغو راستنو شویو کډوالو په منځ کې ۷۲۹ تنه له پاکستان او ۳ زره ۵۰۴ تنه له ایرانه ایستل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس دا کډوال د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او په نیمروز ولایت کې د ورېښم پُل له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

ایران او پاکستان د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی او تقریباً هره ورځ له دواړو هېوادونو سلګونه کډوال ایستل کېږي.