د خيبرپښتونخوا ايالتي اسمبلۍ د "عزم استحکام" پوځي عملياتو پيلولو سره مخالفت وښوده

د پاکستان پوځيان، انځور - ارشيف

د خیبرپښتونخوا ایالتي اسمبلۍ د پاکستان د مرکزي حکومت له لوري د عزم استحکام په نوم د پوځي عملیاتو له پیلولو سره مخالفت وکړ.

د پښتونخوا ایالتي جرګې یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په‌کې ویل شوي، مرکزي حکومت دې د خیبرپښتونخوا په اړه تر هر ډول پرېکړې مخکې د دې ایالت موافقه او مشوره ترلاسه کړي.

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د عمران خان د تحریک انصاف ګوند په لاس کې دی.

د دې ایالت د اسمبلۍ په پرېکړه‌لیک کې راغلي، له دې وړاندې عمران خان په زغرده ویلي دي چې، پوځي عملیات ستونزې نه حل کوي.

له بلې خوا نن په بنو کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو په بلنه په دغه ښار کې پر لاریونوالو د پرونیو ډزو په اعتراض کې کاربندي اعلان شوې ده.