زیلینسکي له روسیې سره د تلپاتې سولې په تړاو د خبرو لپاره له ټرمپ سره ګوري

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، د جمهوريپال ګوند له کاندید ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې دوی موافقه کړې چې له روسیې سره د تلپاتې سولې په اړه د خبرو لپاره له یو بل سره مخامخ وویني.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، د جمهوريپال ګوند له کاندید ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې دوی موافقه کړې چې له روسیې سره د تلپاتې سولې په اړه د خبرو لپاره له یو بل سره مخامخ وویني.

زیلینسکي دا خبره نن شنبه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلې ده.

زیلینسکي په خپل ټویټ کې ټینګار کړی چې "اوکراین به تل د روسیې پر وړاندې د خپلې وړتیا په پیاوړتیا کې د متحدوایالتونو د مرستې ستاینه وکړي."

ده همداراز کښلي چې د اوکراین پر ښارونو او کلیو د روسیې بریدونه هره ورځ دوام لري.

پر اوکراین د روسیې یرغل چې له کبله یې د دواړو خواوو لسګونه زره کسان وژل شوي، اوس ۲۹ میاشتې وځي.

روسیه دا مهال د اوکراین شاوخوا ۱۷ سلنه خاوره په کنټرول کې لري.