په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې د اسراییل حضور غیر قانوني وبلل شو

په غزه کې اسراییلي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د عدالت نړیوالې محکمې اعلان وکړ چې په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې د اسراییل حضور "غیر قانوني دی او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي."

د ملګرو ملتونو دې تر ټولو لوړ قضایي ارګان د جمعې په ورځ د جولای په ۱۹ مه د خپل نظر په اعلانولو کې، چې لازم الاجرا نه دی، زیاته کړه چې اسراییل د یوه اشغالګر هېواد په توګه په لوېدیځه غاړه او د بیت المقدس په ختیځه برخه کې له خپلې خاورې سره د فلسطیني ځمکو د یوځای کولو، په دې سیمو کې د دایمي کنټرول او د یهودي مېشت‌ځایونو د جوړولو لپاره له خپل ځواک څخه کار اخلي.

د عدالت د نړیوالې محکمې د بیان له مخې د دغو اقداماتو په نتیجه کې د فلسطین په نیول شویو سیمو کې د اسراییل شتون غیر قانونی دی او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

لبنانی حقوقپوه او د دې محکمې د قاضیانو د پنځلس کسیزې ډلې مشر نواف السالم وویل: "د قاضیانو پلاوی دې نتیجې ته رسېدلی چې په لوېدیځه غاړه او د بیت المقدس په ختیځ کې د یهودانو استوګنول او د دغه هېواد په ختیځ کې یهودي مېشت‌ځایونه د جینیوا د څلورم کنوانسیون د ۴۹ مادې سرغړونه کوي."

د جنیوا د څلورم کنوانسیون ۴۹ ماده په نیول شویو سیمو کې د "جبري انتقال او اخراج" مسئلې ته ځانګړې شوې چې په یوه برخه کې یې راغلي چې "نیواکګر حکومت نه شي کولای خپل نفوس یا د هغه یوه برخه هغو ځمکو ته انتقال کړي چې اشغال کړې یې دي."