د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه تایید کړه چې د دی هېواد یو وګړی په بېلاروس کې په مرګ محکوم شوی دی.
دې وزارت د محکوم شوي کس نوم نهدې په ډاګه کړی، خو په مینسک کې مېشتې د ویاسنا په نوم د بشري حقونو ډلې پرون د ورځې په لومړیو کې په اعدام د محکوم شوي کس نوم ریکو کریګر وښود.
دې ډلې ویلي چې ۳۰ کلن کریګر چې د ۲۰۲۳م کال په نومبر کې نیول شوی، د مینسک سیمهییزې محکمې د جون په ۶ محاکمې ته غوښتی و او د جون په ۲۴مه هم ورته دغه سزا ورکړل شوې ده.
د دې ډلې په خبره هغه د کالینوسکي په نوم ډلې سره چې په تړاو تورن شوی دی.
ویل کېږي دا هغه ډله ده چې پهکې د بېلاروس د حکومت ضد جلاوطنه کسان راټول شوي او د اوکراین لپاره مبارزه کوي.
دې ډلې دا تور رد کړی دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې برلین د اعدام دغه سزا د مجازاتو یو ظالمانه او غیرانساني بڼه بولي او هغه تر هر ډول شرایطو لاندې غندي.
بېلاروس یوازینی اروپایي هېواد دی چې تراوسه د اعدام له سزا څخه کار اخلي.