ژیرنوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري څو چنده زیاته شوې

د افغانستان لپاره د روسیې سفیر وایي چې د روسیې او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري څوچنده زیاته شوې ده.

دیمیتري ژیرنوف د روسیې له تاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې د تېلو د تولید په برخه کې د مسکو او کابل ترمنځ همکاري له مخکې پیل شوې او هغه مخ په پراخېدو ده.

د راپور له مخې نوموړي دغه څرګندونې د افغان چارواکو د هغو وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې ویلي یې دي، نیت لري د خوړو د خوندیتوب او د تېلو د تولید په برخه کې له روسیې سره همکارۍ ته پراختیا ورکړي.

په کابل کې د روسیې سفیر وویل، دوه اړخیزه سوداګري اوس څو چنده زیاته شوې او هغه هم تر ډېره بریده په دې خاطر چې روسیې افغانستان ته د غنمو، اوړو او غوړیو او د موټرو د تېلو په ګډون د ځینو توکو صادرات زیات کړي دي.

د روسیې سفیر همدارنګه وویل چې د افغانستان کام ایر خصوصي هوایي شرکت لېوالتیا ښودلې چې له کابل څخه مسکو ته مستقیمې الوتنې پیل کړي او زیاته یې کړه چې د اړتیا په صورت کې به روسیه ورسره مرسته وکړي.

د ژیرنوف په وینا، روسیه یو له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې د افغانستان د آریانا هوایي شرکت ته یې اجازه ورکړې چې په اوونۍ کې یو وار د مسکو او کابل ترمنځ الوتنې وکړي.