کندهار کې اورلګېدنه؛ خلک: تر دوو زره زیات دوکانونه سوځېدلي او میلیونونه افغانۍ زیان یې اړولي

د کندهار په سپين بولدک کې د سوځېدلي مارکېټ يوه څنډه

د جمعې په ورځ غرمه مهال د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ویش سیمه کې د کاکړانو په نوم د موټرونو د پرزو یوې لویې منډۍ کې اورلګېدنه رامنځته شوه.

عیني شاهدان او اغېزمن شوي کسان وایي٬ دغې اورلګېدنې په څو ساعتونو کې شاوخوا دوه زره دوکانونه سوځولي دي او د میلیونو افغانیو زیان یې اړولی دی.

باز محمد، چې په همدې منډۍ کې د موټرونو پرزه جات پلورل، وایي چې د اورلګېدنې له امله یې ټول دوکان سوځېدلی او ټوله شتمني یې له منځه تللې ده.

باز محمد په ژړغوني غږ ازادي رادیو ته وویل چې ټوله شتمني یې لولپه شوې ده.

هغه زیاتوي: "پر دنیا مې شی نه دی پاتې شوی٬ ټول وسوځېدل، دغه مې هست او نېست و٬ هر څه ختم شول، پنځلس روپۍ په جېب کې راپاتې شوې٬ نور هر څه ختم شول."

د کندهار سپین بولدک او چمن زرګونه اوسېدونکي په ویش سیمه کې کاروبار کوي او د موټرو ډول ډول توکي پلوري.

د دې اورلګېدنې له امله د ګڼ شمېر کسانو کاروبارونه زیانمن شوي دي.

په سپين بودلک کې د سوځېدلي مارکېټ اغېزمن وايي چې د طالبان حکومت دې د دوی لاسنیوی وکړي.

خلک وایي چې په دې منډۍ کې زرګونه دوکانونه موجود دي چې زیاتره یې په اور کې سوځېدلي او د میلیونو افغانیو زیان یې اړولی دی.

د غلام نبي او عزت الله په نومونو دوه زیانمن شوي کسان غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې ورسره مرسته وکړي څو خپلې شتمنۍ بېرته ترلاسه کړي.

غلام نبي وايي: "د اورلګېدنې علت نه دی معلوم، څوک وایي٬ د بټرۍ شاټي شوې، څوک وایي٬ ویلډېنک والا راغلی و کار یې کاوه چې اورلګېدلی٬ خو حکومت باید علت معلوم کړي."

عزت الله وايي: "تر دوه زره ډېر دوکانونه سوځېدلي٬ د طالبانو حکومت دې د دې خلکو سره مرسته وکړي."

په سپين بولدک کې له اورلګېدنې وروسته د سوځېدلي مارکېټ انځور

د اورلګېدنې علت او پراختیا
تر اوسه پورې د اورلګېدنې دقیق علت معلوم نه دی او د طالبانو حکومت د زیان دقیق ارقام نه دي ورکړي، خو د ځايي خلکو په وینا، د اورلګېدنې دوام او پراختیا یو له لویو لاملونو څخه د منډۍ پخوانی جوړښت دی چې د تنګو کوڅو له امله اطفايیه ونه توانېده پر وخت د اورلګېدنې سیمې ته ورسېږي او اور و وژني.