بلېنکن: ایران د اټومي وسلو د اړتیا وړ موادو له تولید څخه یوازې یوه یا دوه اوونۍ شا ته دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران د اټومي وسلو د اړتیا وړ موادو له تولید څخه یوازې یوه یا دوه اوونۍ شا ته دی.

انټوني بلېنکن د جمعې په ورځ د جولای په ۱۹مه وویل: "د دې لپاره چې اټومي موافقه له پامه غورځول شوې ده، ایران د دې پر ځای چې د اټومي وسلو له جوړولو سره لږ تر لږه یو کال واټن ولري، اوس ښايي یوازې یوه یا دوې اوونۍ ورته په‌کار وي."

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي دا څرګندونې په کلوراډو کې په یوه غونډه کې وکړې او په ښکاره یې وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت تر اوسه لا اټومي وسله نه ده جوړه کړې.

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د وروستیو راپورونو له مخې، ایران اوس یورانیم ۶۰ سلنه غني کوي او که تر دې ډېر غني کړي د درو اتومي وسلو لپاره کفایت کوي.

تهران ټینګار کوي چې د اتومي پروګرام هدف یې په بشپړ ډول سوله‌ییز دی، خو د اسلامي جمهوریت چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې که پر ایران برید وشي او یا د اسراییل له‌خوا د هغه موجودیت له ګواښ سره مخامخ شي، ښايي پر خپل اتومي پروګرام بیا کتنه وکړي.