چین په تورخم کې له پاکستانه راستنو شویو کډوالو او بې‌ځایه شویو ته مرسته لېږلې

په تورخم کې د افغان کډوالو د کمپ یوه څنډه

چین په تورخم کې د کډوالو په یوه موقتي کمپ کې له پاکستان څخه راستنو شویو کډوالو او بې ځایه شویو ته مرسته لېږلې ده.

په مرستو کې ۸ امبولانسونه، د اوبو ټانکرونه، پیک‌اپ موټرونه او همداراز خیمې شاملې دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون د سرطان ٢٩مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې چين دغه مرستې په عمري موقت کمپ کې چارواکو ته سپارلي دي.

عمري کمپ یو له هغو کمپونو څخه دی چې له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال او کورني بې‌ځایه شوي کسان په‌کې مېشت دي.

دغه کمپ په ننګرهار کې د سېلابونو، سختو بارانونو او وروستیو توپانونو له امله سخت زیانمن شوی دی.