په سرپل کې ۷ شیعه‌ ماتم کوونکي ټپیان شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د سرپل ولایت موقعیت

په سرپل ولایت کې پرون جمعه یوه نامعلوم کس د شیعه‌ګانو د ماتم د مراسمو لور ته لاسي بم غورځولی چې په نتیجه کې یې ۷ تنه ټپیان شوي دي.

د طالبانو د سرپل د والي ویندوی مولوي حسیب‌الله مسرور سیمه‌ییزو رسنیو ته وویل چې دا پېښه پرون تر غرمې مخکې د سرپل په توحیداباد سیمه کې شوې ده.

ده همداراز ویلي چې د ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ دی او هېڅ یو له جدي خطر سره مخامخ نه دی.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې اووه تنه حسيني عزاداران ټپيان شوي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې داعش له یو کال راهیسي د سږنۍ عاشورا د مراسمو د ناامنه کولو لپاره دسیسې جوړې کړې وې، خو د دوی امنیتي ځواکونو په ټول افغانستان کې هغه شنډې کړې او د عاشورا مراسم په امن کې ترسره شول.