کرکټ؛ نن د ښځو اسیا جام سیالۍ پیل شوې

ارشیف

د کرکټ اسیایي شورا نن جمعه د جولای په ۱۹مه نېټه د ښځو د اسیا جام سیالۍ پیل کړې.

یادې سیالۍ چې د سریلانکا په کوربه‌توب پیل شوي، د اسیا ۸ لوبډلې یې ګډونوالې دي.

د کرکټ اسیایي شورا د راپور پر اساس دغه ۸ لوبډلې يې په دوه ګروپونو ویشلي دي چې په اې A ګروپ کې هندوستان، پاکستان، نیپال او د عربي متحده اماراتو لوبډلې یوځای دي، په بي B ګروپ کې بیا بنګله‌دېش، سریلانکا، مالیزیا او د تایلینډ لوبډلې یوځای شوي دي.

د دې ټورنمنټ لومړۍ لوبه د نیپال او اماراتو ترمنځ پیل شوې ده.

افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا یوازینی بشپړ غړی هېواد دی چې د ښځو د کرکټ ملي لوبډله نه لري او وخت ناوخت پرې په نړیواله کچه انتقادونه کېږي او دا نانندریزه موضوع لا هم حل نه ده.

د ویلو ده چې د ښځو روان اسیا جام به د جولای تر ۲۸مې نېټې پورې دوام لري.