د اسراییل په پلازمېنه کې د چاودنې له کبله یو کس وژل شوی

په تل‌ابیب کې د شوې چاودنې سیمه

د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو د اسراییل پر تلبیب ښار د بې‌پیلوټه الوتکې د یوه برید مسوولیت اخیستی، چې د چاودنې په نتیجه کې یې یو تن وژل شوی دی.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له‌مخې د حوثیانو پوځي ویاند یحی سریع په ټولنیزو شبکو کې په یوه بیان کې ویلي چې، دوی د یافا په نوم نوې بې‌پیلوټه الوتکې چې د دښمن د رادارو سیسټم یې نه‌شي موندلی، فعالې کړي دي.

تر دې مخکې د اسراییل د بېړنیو خدمتونو د ادارې یو ویاند وایي چې، نن سهار وختي په تلبیب کې د یوې چاودنې په نتیجه کې یو تن وژل شوی دی.

د اسراییل پوځ ویلي، د یوه هوایي هدف راغورځېدلې ټوټه د دغې چاودنې سبب شوې ده.

په‌دې اړه نورجزیات نه‌دي ورکړل شوي، خو د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي چې، چاودنه د دې ښار د مرکزي برخې په یوه ودانۍ کې سهاروختي پاو باندې درې بجې شوې ده.

یوې روغتیایي ادارې په‌دې چاودنه کې د دوو کسانو د سطحي ټپي کېدو خبر ورکړی، خو د پولیسو په لومړني راپورکې د اووه کسانو د ټپي کېدو خبره شوې وه.