په کونړ کې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستانیو ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کونړ ولایت موقعیت

د راپورونو له مخې تېره شپه په کونړ کې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستانیو ځواکونو او د طالبانو د حکومت د ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته دا نښته تایید کړه او ویې ویل چې لومړی پاکستانیو ځواکونو د دانګام ولسوالۍ په وړې ګوریکا باندې د توپونو ډزې وکړې چې وروسته دوی هم د پاکستانیو پوځیانو نژدې پوستې په نښه کړې.

د سرچېنې په وینا، دغو نښتو دوه ساعته دوام وکړ او دوی ته کوم زیان نه‌دی رسېدلی.

پاکستان تراوسه په دې سیمه کې د تېرې شپې د نښتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ډیورنډ په کرښه د دواړو لورو ترمنځ دا نښته داسې مهال کېږي چې اسلام آباد روانه اوونۍ د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو کې د وروستي خونړي برید په تړاو په اسلام آباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت مرستیال د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او ترې وغوښتل څو حکومت یې باید د حافظ ګل بهارد ډلې پر وړاندې چې د بنو د حملو مسووله بلل شوې او د اسلام ِآباد په وینا په افغانستان کې مېشته ده، جدي اقدام وکړي.

په اسلام آباد کې د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکېب بي‌بي‌سي ته ویلي چې دوی پاکستاني چارواکو ته ویلي چې د پاکستان په نورو برخو کې هم بریدونه کېږي، خو مانا یې دا نه ده چې بریدګر دې په افغانستان کې اوسېږي.

د نوموړي په وینا، پاکستاني لوري ته یې یوځل بیا د افغانستان پر دې دریځ چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې د نورو پر ضد کار واخلي، ټینګار کړی دی.