ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ لپاره خپله کاندیداتوري ومنله

د عکاس منځ کې ډونالډ ټرمپ

د جمهوري غوښتونکو د ملي مجمع په وروستۍ ورځ ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره خپله کاندیداتوري ومنله.

ټرمپ پنځه ورځې مخکې د یوې کمپاینې غونډې پر مهال په برید کې په ښي غوږ ټپي شوی و.

ټرمپ په میلواکي کې د وینا پر مهال د برید شېبه یاده کړه چې څنګه په ښي غوږ په مرمۍ ولګېد او که یې خپل سر نه وای تاو کړی نو ښايي دلته به نه وای.

هغه د خپلو پلویانه مننه وکړه چې د برید پر مهال ونه خوځېدل او تر پایه د ده لپاره ولاړ وو.

ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند د ملي مجمع په وروستۍ ورځ د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر سیاستونو کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل چې په ګډه به د امنیت، هوساینې او ازادۍ نوی باب خپلو خلکو ته پرانېزي.