د بایسکل ځغلونې نړیوالې ټولنې د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون یا اېسيایف (ACF) مشر فضل احمد فضلي د ۱۵ میاشتو په مخه له ټولو سپورتي فعالیتونو منع کړی دی.
د بایسکل ځغلونې نړیوالې ټولنې اخلاقي کمېسیون پرون د جولای ۱۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې فضلي د ګواښونکو او سپکوونکو پیغامونو په استولو سره له خپلو صلاحیتونو ناوړه استفاده کړې ده.
دغه راز ویل شوي چې فضل احمد فضلي په ۲۰۲۱م کال کې د کابل له هوايي ډګر څخه د هغو افغانانو د لېږد په مهال چې ژوند یې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ و، ځینو ورزشکارانو ته ګواښونکي پیغامونه لېږلي وو.
فضلي چې له ۲۰۱۹م کال راهیسې د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مشر دی، تر اوسه د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.