آی‌اوایم: له اپرېله تر جونه افغانستان ته تر ۸۵۸زره ډېر کسان داخل شوي او ۵۳۲ نور وتلي

ارشیف: له پاکستانه د چمن سرحدي دروازې ته رسېدلي افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي.

د کډوالۍ یا "آی‌اوایم" نړيوال سازمان وايي، د روان کال له اپرېل څخه تر جون مياشتي پورې افغانستان ته تر ۸۵۸زره ډېر کسان داخل شوي او ۵۳۲ نور وتلي دي.

دغه سازمان پرون د جولای ۱۸مه خپل نوی درې میاشتنی راپور په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې خپور کړ او ویې ویل چې اوس په افغانستان کې دننه او بهر د افغانانو د تګ راتګ د څارنې په مرکزونو کې پنځه نور زیات شوي دي.

په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې دغه سازمان د افغان اتباعو د تګ راتګ د څار څومره مرکزونه لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د دغو مرکزونو په وسیله پاکستان او ایران ته د افغانانو تګ راتګ څاري.

له دغو دوو هېوادونو څخه د خلکو د راتګ یو لامل دا دی چې پاکستان او ایران په تېرو لسو میاشتو کې د افغان کډوالو جبري ایستلو ته زور ورکړی دی.