بدخشان کې ترافیکي پېښه؛ ۵ تنه مړه او ۱۳ نور ژوبل شول

ارشیف

په بدخشان کې طالب چارواکي وايي چې په یوه ترافیکي پېښه کې ۵ تنه مړه او ۱۳ نور ژوبل شول.

د طالبانو د بدخشان امنیه قومندانۍ پرون پنجشنبې وویل چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په کوهستان ولسوالي کې هغه مهال وشوه چې یو لنډکروزر موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ د ویندوی احسان الله کامګار په وینا، د ځینو ټپیانو حال نازک دی.

تر دې یوه ورځ وړاندې د بغلان ولایت په خنجان ولسوالي کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۷ تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شول.

د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، پېښه د خنجان په تخته سنګ سیمه کې هغه مهال وشوه چې له کابل څخه فاریاب ته روان بس چپه شو.

د یکشنبې په ورځ هم د بغلان د مرکز پلخمري او د ډنډې غوري ولسوالۍ په خواجه الوان سیمه کې په جلاجلا ترافیکي پېښو کې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.