په پاکستان کې پر خواله رسنیو بندیز، چې ظاهراً د عاشورا د ورځې په خاطر لګول شوی و، لا هم دوام لري.
د انټرنېټ څارونکې ویبپاڼو، نېټ بلاکس او همداراز ډاون ډیټیکټر پرون وویل چې په پاکستان کې له ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر وروسته پر فېسبوک او انسټاګرام هم بندیز لګول شوی دی.
د پاکستان حکومت په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو داسي ښکارېده چې دا بندیز به یوازې د محرم په لسمه او یوولسمه وي، خو د خواله رسنیو کاروونکي وايي چې بندیز لا هم دوام کړی او دوی یوازی د "وي پي این" له لارې خواله رسنۍ لیدلی شي.