پر غزې د اسراييلي ځواکونو بريد کې نهه فلسطينيان وژل شوي

پر غزې د اسراییلي ځواکونو د برید له کبله یوه ټپي شوې مېرمن روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي.

اسراییلي ځواکونو پرون چهارشنبې د غزې تړانګې د مرکزي برخې پر یو شمېر سیمو بریدونه وکړل چې د سیمه‌ییزو روغتیایي چارواکو په خبره په نتیجه کې یې لږترلږه نهه فلسطینیان وژل شوي دي.

په عین حال کې اسراییلي ټانکونو د غزې په جنوب رفح کې محدود وړاندې تګ کړی دی.

د رویترز خبري اژانس د راپور له‌مخې په غزه کې د روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۸۱ فلسطینیان وژل شوي او ۱۹۸ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له‌مخې دا وزارت د تلفاتو په اړه د شمېرو په اعلانولو کې د وسله‌والو او ولسي خلکو ترمنځ توپیر نه‌کوي.

په رفح کې روغتیایي چارواکو د اسراییل په یوه هوایي برید کې د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکړی او همدارنګه یې ویلي چې اسراییلي ټانکونو د ښار په شمالي برخه کې عملیات ترسره کړي او بېرته خپلو اصلي ځایونو ته ستانه شوي دي.

د اسراییل پوځ وویل، ځواکونو یې د رفح ښار اړوند سیمو کې د استخباراتو معلوماتو پر اساس دقیقو عملیاتو ته دوام ورکړی او زیاته یې کړه چې دوی یوه تروریستي څانګه او پر اسراییلي ځواکونو د برید یو ځای يې له‌منځه وړي دي.

اسراییل وروسته له هغې د حماس ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د له‌منځه وړلو ژمنه وکړه چې دې ډلې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسراییل پر قلمرو برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او له دوه نیم سوو زیات یې یرغمل کړل.

په غزه کې روغتیایي چارواکو ویلي چې د اسراییل له‌خوا په بریدونو کې لږترلږه ۳۸ زره فلسطینیان وژل شوي دي.