ټرمپ به د ولسمشرۍ لپاره راروانو ټاکنو کې د خپل ګوند رسمي نوماندي ومني

د عکس ښي لور ته وېنس چې ټرمپ له لوري د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د مرستیال په توګه ټاکل شوی او چپ لور ته په خپله ډونالډ ټرمپ.

د امریکا له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه به نن هغه مهال د جمهوریپالو په کنګره کې تود هرکلی وشي چې دی د امریکا د ولسمشرۍ لپاره راروانو ټاکنو کې د دې ګوند له‌خوا رسمي نوماندي ومني او ملت ته چې په پنسلوانیا کې پر نوموړي د څو ورځې مخکې برید سیوری غوړولی، وینا وکړي.

تمه کېږي چې له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه به نن په میلواوکي کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کنګرې په وروستۍ ورځ د یوه اتل په توګه هرکلی وشي.

په پنسلوانیا کې د انتخاباتي کمپاین په یوه غونډه کې د یوه وسله‌وال له‌خوا د شنبې د ورځې په برید کې چې یو کس ووژل شو، نوموړی په ښي غوږ ټپي شو.

د فرانس‌پرېس خبري آژآنس د راپور له مخې په داسې حال کې یو شمېر جمهوري غوښتونکو هڅه کړې چې پر ټرمپ د برید ملامتي پر هغو ډیموکراټانو واچوي چې د ټرمپ ضد ویناوې کوي، خو په خپله میلیاردر ټرمپ ویلي چې د تهاجمي وینا نسخه یې بدله کړې او په نوې نسخه کې هیله‌من دی چې هېواد یو موټی کړي.

ټاکل شوې چې په امریکا کې د ولسمشرۍ لپاره انتخابات د نومبر میاشتې په پنځمه نېټه ترسره شي.

د ټرمپ پر وړاندې به د ډیموکراټانو د ګوند له‌خوا اوسنی ولسمشر جوبایډن سیالي کوي.