په روسیه کې د امریکایي خبریال "ایوان ګیرشکوویچ" د محاکمې بهیر بیا پیل شوی

په روسیه کې زنداني امریکایي خبریال ایوان ګیرشکوویچ

په روسیه کې د زنداني امریکایي خبریال ایوان ګیرشکوویچ د محاکمې بهیر بیا پیل شوی دی.

د امریکایي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې دغه خبریال چې د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۲۵مه د روسیې په یکاترینبورګ ښار کې نیول شوی، په جاسوسۍ تورن شوی، هغه تور چې والسټریټ ژورنال او د امریکا حکومت رد کړی او هغه یې سیاسي انګېزه بللې ده.

د یکاترینبورګ سیمه‌ییزې محکمې پرون چهارشنبې د هغه د محاکمې د بیا پیلېدو خبر ورکړ.

که ۳۲ کلن ګیرشکوویچ چې موراو پلار د پخواني شوروي اتحاد پر مهال امریکا ته کډوال شوي او دې هلته زېږېدلی، مجرم وپېژندل شي، د شلو کالو بند له سزا سره مخامخ دی.

پر نوموړې سربېره د ازادي راډیو خبریاله او د روسیې او امریکا دوه ګوني تابعیت لرونکې السو کورماشیووا بله امریکایي خبریاله ده چې په اوس وخت کې په روسیه کې زنداني ده.

نوموړې چې د تېر کال په اکټوبر کې په کازان ښارکې نیول شوې، پرې تورپورې شوی چې د روسیې د قانون له مخې یې د یوه بهرني اجنټ په توګه نوم نه‌دی ثبت کړی.