د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې پاکستان ته د افغانستان د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو د ستونزې یوه کورنۍ دایمي حللاره دا ده چې په هېواد کې دننه د مېوو او سبزیجاتو د ساتلو لپاره زیاتې سړې خونې جوړې شي.
د دې خونې د مدیره هییت غړي خان جان الکوزي ازادي راډیو ته دغه څرګندونې پرون چهارشنبې ناوخته داسې مهال وکړې چې افغانستان د پاکستان لهخوا د تعرفې د زیاتوالي له امله هغه هېواد ته د تازه مېوو او سبزیجاتو صادارت درولي دي.
الکوزي وويل: "فیصله مو وکړه چې صادرات بند کړو او د دې لپاره په داخل کې تدابیر ونیول شي، باید کوښښ وشي چې په داخل کې سړې خونې جوړې شي او ظرفیتونه ایجاد شي او همدارنګه افغانان، دولتي خلک او په هوټلونو کې د خارجي مېوو پرځای له کورنیو مېوو څخه استفاده وشي."
د الکوزي په خبره پاکستان پهدې وروستیو کې د افغانستان پر دولس قلمه مېوو او سبزیجاتو تعرفې ان تر پنځلس چنده لوړې کړې چې افغان سوداګر یې د پرېکولو توان نهلري ځکه ورسره نرخونه پورته ځي چې په نتیجه کې یې څوک د اخیستو وس نهلري.
دا لومړی ځل نهدی چې پاکستان د اوړي په موسم کې چې په افغانستان کې د مېوو د حاصلاتو موسم دی، د سبزیجاتو ترڅنګ د تازه مېوو د صادراتو په وړاندې سخت اقدامات کوي، بلکې له دې مخکې یې هم په کراتو، کراتو د مختلفو دلایلو له امله هغه هېواد ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو مخه نیولې چې افغان بزګرو او سوداګرو ته یې ډېردزیانونه اړولي دي.