د کابل هوايي ډګر کې د وژل شويو ۱۳ امريکايي سرتېرو کورنیو پر بايډن نيوکې کړي

۱۳ امریکایي سرتېري‌ او شاوخوا ۶۰ افغانان د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوایي ډګر دغه څنډه کې هغه مهال په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول چې هوایي ډګر کې ګڼه ګوڼه وه او د امریکایي ځواکونو له‌خوا د تخلیې عملیات روان وو.

د کابل په هوایي ډګر کې درې کاله مخکې د وژل شویو دیارلسو امریکایي سرتېرو د کورنۍ غړي بېګا د جمهوري غوښتونکو په ملي کنګره کې راڅرګند شول.

دغه ۱۳ امریکایي سرتېري‌ او شاوخوا ۱۷۰ افغانان د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوایي ډګر کې هغه مهال په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول چې هوایي ډګر کې ګڼه ګوڼه وه او د امریکایي ځواکونو له‌خوا د تخلیې عملیات روان وو.

د هغه برید مسوولیت داعش ومانه.

د دغو امریکایي پوځیانو د کورنۍ یو شمېر غړو پر ولسمشر جو بایډن نیوکه وکړه چې ګواکې یوځل یې هم د دوی د وژل شویو خواخوږ نومونه په عمومي دریځ کې نه‌دي اخیستي.

د وژل شویو امریکایي سرتېرو د کورنیو یوه غړي د کنګرې پر سټیج د ټولو دیارلس واړه سرتېرو نومونه یاد کړل چې تالار ورپسې تکرارول.

دوی دا شعار هم ورکاوه چې د سرتېرو قربانۍ به یې هیڅکله هېرې نه‌شي او له‌دې سره د ډونالډ ټرمپ په ګډون د کنګرې ټول ګډونوال په خپلو ځایونو ودرېدل.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له‌مخې د امریکا د ملي امنیت شورا یوه ویاند ادریان واتسن بیا ویلي، بایډن په ژوره توګه د ټولو وژل شویو سرتېرو او د هغوی د کورنیو او قربانیو په فکر کې دی.