د اروپایي ټولنې ۲۷ سفیرانو له ارمنستان سره د ویزې د لغوه کولو لپاره د اروپایي کمېسیون د خبرو د پیلېدو وړاندیز تایید کړی دی.
یو شمېر سرچینو پرون چهارشنبې ازادي راډیو ته وویل، دغه وړاندیز به چې له ډېرې مودې راهیسې پرې بحث شوی، اوس د رسمي تصویب لپاره اروپایي شورا ته وړاندې شي او له هغې وروسته به اروپایي کمېسیون هغه ترغور لاندې ونیسي.
دغو سرچینو همدارنګه ویلي چې، د ارمنستان په اړه پرېکړه به هله نتیجه ورکړي چې دا هېواد ټول لازم معیارونه بشپړ رعایت او وړاندیزونه عملي کړي، ترڅو د اروپایي اتحادیې قلمرو ته د دې هېواد پر اتباعو د ویزې محدودیت لغوه شي.