د امریکا د ټاکنیز کمپاین حساس پړاو، خو بایډن د کرونا له کبله قرنطین شو

ارشیف: د امریکا ولسمشر جوبایډن که څه هم د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ کې د کرونا ضد واکسین اخیستی و، خو بیا هم په دې ناروغۍ اخته شوی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په کوېډ۱۹ ناروغۍ اخته شوی او له‌دې سره یې په لاس ویګاس کې پلان شوې وینا هم لغوه شوې ده.

سپینۍ ماڼۍ پرون چهارشنبه وویل چې د بایډن د کرونا ویروس نښې نښانې خفیفې دي، خو د ګوښه‌والي لپاره خپل کور ته لېږدول شوی او له همغه ځایه به چارې مخته بیایي.

د بایډن ډاکتر ویلي، هغه ته ټوخی، د پوزې بهیدا او د ستړیا احساس پيدا شوی دی، خو تبه نه‌لري.

بایډن چې تل یې د روغتیایي وضعیت په اړه اندېښنې موجودې دي، داسې مهال کرونا کېږي چې امریکا کې ټاکنیز کمپاینونه حساس پړاو ته رسېدلي دي.

تازه د استازو جرګې شاوخوا شلو ډیموکراتو غړو له بایډنه غوښتي چې له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لاس په سر شي، خو بایډن وایي، د خپل ګوند په استازیتوب ټاکنو ته درېږي.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې سږ کال د نومبر په پنځمه نېټه د جوبایډن او ډونالډ ټرمپ ترمنځ کېږي.