د طالبانود حکومت د ټولګټو وزارت د کابل-جلالاباد د لویې لارې اړوند د نظرآباد پله لپاره چې د وروستیو ورښتونو او سېلونو له امله یې یوه برخه ویجاړه شوې، د یوې بدیلې لارې د رغولو خبر ورکوي.
دې وزارت پرون چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، په سیمه کې د بدیلې لارې په پرانيستلو سره دغه لویه لاره بېرته د وسایطو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
د دې وزارت د رسنیز دفتر په وینا سرپرست وزیر ملا محمد عیسي ثاني د ننګرهار د ټولګټو ریاست تخنیکي ټیمونو ته لارښوونه کړې چې دغه پل ژر تر ژره په اساسي ډول ورغوي.
په ننګرهار کې وروستیو سېلونو پر ځاني زیانونو سربېره د خلکو شاوخوا څلور سوه کورونه هم وران کړي دي.