امریکا د افغانستان سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرسته کوي

کرین دیکرشارژدافیر سفارت امریکا برای افغانستان

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې کرین ډیکر په ننګرهار، کونړ، لغمان او پنجشېر ولایتونو کې د ورږستیو سېلابونو له زیانمنو سره د بېړنیو مرستو خبر ورکړی دی.

نوموړې پرون چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې له سېلاب ځپلو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې له زیانمنو سره به د خوراکي موادو، اوبو او نورو اړینو توکو مرستې وشي.

د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا په ننګرهار کې د وروستیو سېلونو له امله لږترلږه ۵۲ کسان مړه او ۳۵۰ نور ټپیان شوي دي.

چارواکو همدارنګه ویلي چې په ختیځو ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره نغدي او د خوراکي موادو مرستې کوي.

تر دې مخکې اروپایي اتحادیې هم ویلي وو، د سېلاب ځپلو سیمو وضعیت له نژدې څاري او د زیانمن شویو به لاسنیوی وکړي.