د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د پاکستان لهخوا د تعرفې د زیاتوالي له امله مجبوره شوي چې هغه هېواد ته د تازه مېوو او سبزیجاتو صادارت ودروي.
د دې خونې د مدیره هیت غړي خانجان الکوزي بېګا ناوخته ازادي راډیو ته وویل، پهدې وروستیو کې د پاکستان لهخوا پر دولس قلمه مېوو او سبزیجاتو د پاکستان تعرفې ان ترپنځلس چنده لوړې شوې دي.
نوموړي وويل: "مجبوره شولو چې د اوس لپاره صادرات ودرو، ځکه هلته بازارونو کې نرخ پورته ځي. نه یوازې زموږ بزګرو او سوداګرو ته زیان رسېږي، بلکې د پاکستان خلک هم ترې زیانمن کېږي ځکه ورسره هلته هم نرخونه پورته ځي."
الکوزي زیاته کړه چې د ګمرکي تعرفو د زیاتوالي په اړه یې خپلې اندېښنې له پاکستان سره هم شریکې کړي، خو منفي ځواب یې ترلاسه کړی دی.
د نوموړي په خبره، پاکستان استدلال کوي چې دغه تعرفې یوازې پر افغانستان نهدي زیاتې شوي، بلکې پر ټولو هېوادونو چې پاکستان ته صادرات کوي، زیاتې شوې دي.
دا لومړی ځل نهدی چې پاکستان د اوړي په موسم کې چې په افغانستان کې د مېوو د حاصلاتو موسم دی، د سبزیجاتو ترڅنګ د تازه مېوو د صادراتو په وړاندې سخت اقدامات کوي، بلکې لهدې مخکې یې هم په کراتوکراتو د مختلفو دلایلو له امله هغه هېواد ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو مخه نیولې چې افغان بزګرو او سوداګرو تهیې ډېر زیانونه اړولي دي.