ايران پر ډونالډ ټرمپ شوي بريد کې لاس لرل رد کړل

په ډونالډ ټرمپ د جولای ۱۳مه د ټاکنیز کمپاین پر مهال برید شوی و.

ایران هغه تورونه رد کړل چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو پلان یې طرح کړی.

"سي این این" تلوېزیون او پولیټیکو خپرونې پرون د یو شمېر سرچینو په وینا چې نومونه یې نه و یاد شویي خبر ورکړ چې امریکایي چارواکو څو اوونۍ مخکې تر دې چې پر ټرمپ ډزې وشي داسې راپورونه ترلاسه کړي و چې ایران د ټرمپ د وژلو پلان لري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه بیان کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو٬ ټینګار وکړ چې تهران د جولای د دیارلسمې نېټې په پېښه کې چې پر ټرمپ ډزې وشوې لاس نه درلود او نه هم داسې پلان لري چې ټرمپ ووژني.

کنعاني زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوريت دا نیت لري چې ټرمپ د قاسم سلیماني د وژلو په جرم محاکمه شي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان قاسم سلیماني د ۲۰۲۰م کال په جنوري کې د ټرمپ په قومانده د امریکایي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې ووژل شو.