د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د طالبانو مرستیال سفیر احضار کړی

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په اسلام‌اباد کې د طالبانو د سفارت مرستیال احضار کړی او له هغه یې غوښتې چې د دوی حکومت دې د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد لاس په کار شي چې روانه اوونۍ یې په پاکستان کې پر یوه پوځي مرکز برید وکړ.

وسله‌والو د دوشنبې په ورځ په بنو کې د پوځ پر یوه مرکز حمله وکړه چې د پاکستاني سرچینو په وینا د دې برید له امله اته پاکستاني پوځيان ووژل شول.

د ياد برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې منلی دی.

پاکستان ادعا کوي چې دا ډله له افغانستانه د پاکستان د خاورې دننه عملیات کوي.

طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې یې د اسلام‌اباد دا ډول تورونه رد کړي چې وسله‌والې ډلې په افغانستان کې شته او یا د دوی حکومت چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.