په ګرجستان کې د ریښتر د ۴.۸ درجو په شدت زلزله وشوه

د ګرجستان نقشه

په ګرجستان کې نن د ریښتر د څلور اعشاریه اته درجو په شدت زلزله وشوه.

د ازادي راډیو د ګرجي ژبي د راپور له‌مخې د دې زلزلې مرکز د دیدوپلیس څکارو ښارګوټي لوېدیځ لور ته په پنځه کیلومترۍ کې و.

دا سیمه د ګرجستان له پلازمېنې تبلیسي څخه ۱۳۰ کیلومتره جنوب ختیځ ته پرته ده.

د امریکا د جیولوجي سروې د راپور له‌مخې بیا دا زلزله د ځمکې په تل کې نژدې ۲۹ کیلومتره ژوره شوې ده چې شدت یې ۴.۱ اټکل شوی دی.

دا زلزله چې نن په سیمه‌ییز وخت سهار شپږ بجې وشوه، په پلازمېنې تبلیسي کې یې هم ټکانونه احساس شول او تر اوسه یې د ځاني او مالي زیانونو راپورونه نه‌دي خپاره شوي.