د پاریس ښاروالې نن په سیند کې لامبو وکړه.
۶۵ کلنې ان هیدالګو پهدې ډول غوښتل چې خلکو ته دا وښیي چې دا سیند پاک دی.
د فرانسې په پلازمېنه کې د دې سیند له اوبو سره د بدرفت د اوبو د یوځای کېدو له امله اندېښنې پيدا شوې وې او د فرانسې حکومت مجبوره شو چې د دې سیند پر پاکېدو یو نیم میلیارډ ډالر ولګوي چې د جولای په ۲۶مه د المپیک د لوبو لپاره چمتو شي.
تر دې پانګونې وروسته هم چې څو ځله د اوبو د کیفیت د معلومولو لپاره ازموینې ترسره شوې، نتیجه یې ناکامه وه، خو د راپورونو لهمخې د جولای له پيله چې پرلهپسې بارانونه وورېدل او بیا هوا لمرینه شوه نو د سیند له نویو لابراتواري معایناتو څرګنده شوه چې اوس د المپیک لوبو ته چمتو شوی دی.
پاریس د جولای له ۲۶مې د اګست تر یولسمې د المپیک لوبو کوربه دي.