د پروان-باميان لار د سېلابونو د راوتلو له امله بنده شوې

ارشیف: له دې مخکې په پروان کې سېلابونو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

د پروان او بامیان ولایت ترمنځ لویه لار نن سهار د سېلابونو د بهېدلو له امله د ترافیک پر مخ بنده شوه.

د طالبانو په واک کې باختر اژانس خبر ورکړ چې د پروان د شینوارو ولسوالي د سردرې په اشتر شهر کې نن سهار څلور بجې سېلابونه راوتلي چې د لارې د تړل کېدو لامل شوې دي.

تر اوسه له سیمې د دې سېلابونو له امله د مرګ‌ژوبلې د اوښتو خبر نه‌دی ورکړل شوی.

په‌داسې حال کې د پروان-بامیان لویه لار سېلابونو بنده کړې ده چې روانه اوونۍ د سېلابونو او توپان له امله په ننګرهار کې ۴۷ کسان مړه شول او شاوخوا ۳۵۰ نور ټپيان شول، دا اندېښنه شته چې د دې تلفاتو شمېر به زیات شي ځکه چې یو شمېر کسان لاهم تري تم دي.

په کونړ، لغمان او کاپیسا کې هم د روانې اوونۍ سېلابونو د ۱۳ کسانو ژوند اخیستی او په پنجشېر کې هم سېلابونه بهېدلي، خو له هغه ځای د مرګ‌ژوبلې راپورونه نه‌دي خپاره شوي.